د خوراکي توکو ۱۳ واګونونه د خواف-هرات د اوسپنې کرښې له لارې د هرات «روزنک» سټیشن ته ورسیدل

هرات - ایرنا - د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د ولایت روزناک سټیشن ته د خوراکي توکو د ۱۳ واګونونو د رسیدو اعلان وکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د هرات ولایت د والي د رسنیو دفتر د شنبه په ورځ د وري ٢٣مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې له ایران څخه د سویابین ۱۳ واګونونه بار یو اوسينې ګاډی د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ اوس په افغانستان کې د سوداګرۍ یو له مهمو لارو څخه ګرځیدلی دی؛ هغه لاره چې هره ورځ په سلګونو ټنه ډول ډول خوراکي او غیر خوراکي توکي او مواد هرات ولایت ته لیږدول کیږي.

په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې دا کار د هرات ولایت د سیمه ییزې ادارې د هڅو پایله ده چې واردات اسانه کړي، لګښتونه کم کړي او د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د هرات د والي دفتر وویل چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د اقتصاد د پیاوړتیا او په افغانستان کې د سوداګرۍ د سوکالۍ لپاره یوه هیله ده.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .