په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ وویل د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس ذاکر الله ذاکر نن چهارشنبه د کب ٢٩مه په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش سره وکتل.
دواړو خواوو د سرپرست حکومت او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وکړې. محمد سعید العیاش وویل، د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته لېواله دی.
نوموړي د اسلامي امارت د ښو اړيکو او همکاریو ستاینه او یادونه وکړه، چې دا مهال د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې ځينې وړې رغنیزې پروژې تر کار لاندې لري او هڅه کوي چې په لویو بنسټيزو پروژو کې هم ونډه واخلي.
ذاکر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو په مننې، یاد سازمان د اسلامي نړۍ د یووالي ښه سمبول یاد کړ.
همدا راز د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ د قومي مخورو د وړاندېز او د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت په همغږۍ او هڅو د اوبو رسولو د یوې شبکې او د یوه جومات د نیمګړو چارو بشپړولو په موخه د اسلامي همکاریو د سازمان د سفیر او د سیاسي معاونیت د دفتر د عمومي رئيس تر منځ تړون لاس لیک شو، چې پر بنسټ به یې د یادې پروژې چارې د اسلامي همکاریو سازمان لخوا بشپړې شي.
د پیغام پای/
Your Comment