په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د کب په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نداء محمد ندیم د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیط او مل پلاوي سره وکتل.
ندیم د هېواد د پوهنې نظام لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: تحصیلي نصاب مخکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه وو چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره پرې بیا کتنه وشوه.
همدارنګه هغه په تحصیلي نهادونو کې د زیربنایي پروژو، د نویو پوهنځیو او څانګو د ایجاد، په تحصیلي نهادونو کې د ماسټري او دوکتورا برنامو ایجاد، استادانو لپاره د ماسټري او دوکتورا دورې د فیس معاف کول، د مسافرو استادانو لپاره د اعاشې او اباطې برابرول، په تحصیلي نهادونو کې د کادري بشري قوې تشې ډکولو او نورو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د اسلامي امارت د حاکمیت وروسته په هېواد کې، د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او دا نظام دواړو سکتورونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
علي بخیط، د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو او لاسته راوړنو په اړه چې د دې وزارت سرپرست وزیر لخوا شریک شول، خوښي وښوده او ویې ویل چې دا سازمان د ۵۷ اسلامي هېوادونو په استازیتوب فعالیت کوي.
هغه د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت سره په اقتصادي، علمي او تحصیلي برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت حاکم شوی او په ټولو برخو کې د پرمختګ لپاره زمینه برابره شوې ده.
د پیغام پای/
Your Comment