په قندهار کې د ايرنا خبري آژانس د خبريال له مخي، د کندهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکو نن سه شنبه د تله ۱۴ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې یې ۹۰۴ کارګرو ته نغدي مرستې وویشل.
خبرځاى زياته کړه: دغه نغدي مرسته د نړيوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د کندهار ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست په همکارۍ د کار په مقابل کې وويشل شوه. د ایرنا په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو د کار په بدل کې د نړۍ د بشردوستانه مرستو د ویش پروګرام په غاړه اخیستی دی.
د پیغام پای/
Your Comment