په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن پنجشنبه د کب په ۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ تخنیکي پلاوي ترکمنستان هېواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ.
خبرځاى زياته کړه: په یاد سفر کې د ٧ ميليونو ډالرو په ارزښت يو تفاهم ليک د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د آقينې–اندخوی د پاتې ۱۰کیلومتره اوسپنیزې کرښې بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه تفاهم ليکونه د ترکمنستان هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې سره لاسلیک شول.
ټاکل شوې ده، چې د يادو تفاهم ليکونو تر لاسليک کولو وروسته په نږدې راتلونکې کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو دريو پروژو پراختيايي قراردادونه لاسليک شي، ترڅو عملي چارې يې پيل شي.
صاحبزاده وویل: اسلامي امارت ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې رغول، نښلول او معياري کول په لوړه کچه لومړيتوب لري او ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره په سيمه ييزه او نړيواله کچه دوه اړخيزې همکارۍ راجلب کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، له دې وړاندې د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال ايران، ازبيکستان او ترکیې هېوادونو ته هم د دوه اړخيزو اړيکو او ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفرونه ترسره کړي وو.
د پیغام پای/
Your Comment