افغان، قزاق، تاجک او ازبک چارواکو د ریل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستیال او د تاجکستان او ازبکستان چارواکو د ریل پټلۍ د پروژو په تطبیق او د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو او ترانزیتي املاکو د لیږد د حجم په زیاتولو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ګډو ګټو هيوادونو د ريلي ټرانسپورټ شورا په ۸۱ مه غونډه کې، چې د ازبيکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه؛ ګډون وکړ 

 د دې غونډې موخه د نړیوالې همکارۍ، د ریل پټلۍ د زیربناوو پراختیا او د ریل پټلۍ په چارو کې د ټکنالوژۍ پراختیا ده.

 د دې غونډې په څنډه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال قزاقستان، تاجکستان او ازبيکستان د ريل پټلۍ له مسوولينو سره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د ريل پټلۍ د ګډو پروژو د عملي کېدو او د ريل پټلۍ له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد-رالېږد د حجم د زياتوالي په اړه هم خبرې-اترې وکړې. 

 د ایرنا د خبر له مخې، د ریلي ټرانسپورټ شورا په ۱۹۹۲م کال کې تاسیس شوې او یو نړیوال سازمان دی، چې د غړو هیوادونو ترمنځ د ریلي ټرانسپورټ په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ د اسانتیا لپاره رامینځ ته شوی دی. 

 دغه شورا هڅه کوي، چې د ټرانسپورټي په ځانګړې توګه د ريلي ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ښه کړي، موثریت يې زیات کړي او ددې شورا د غړو هیوادونو د ریل پټلۍ په سیستم کې لګښتونه راکم کړي. 

 افغانستان په دې شورا کې د څارونکي غړي په توګه ګډون کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .