په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) دفتر نن سه شنبه د سلواغه په ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه بنسټ د مشرې رزا اوتونبایوا له قوله لیکلي: د اسلامي همکاریو له سازمان سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه مهم او رغنده خبرې اترې وشوې.
هغه زیاته کړه: د زده کړو، کار او روغتیا برخو ته د افغان ښځو او نجونو پر لاسرسي محدودیتونه دوامداره پایلې لري. د مېرمن اوتونبایوا په وینا، په دې برخه کې لا زیاتو تعاملاتو او عملي اقداماتو ته اړتیا ده.
د ایرنا د خبر له مخې، دغه غونډه په کابل کې په داسې حال کې وشوه چې د افغانستان سرپرست حکومت تر بل خبرتیا پورې د ښځو تعلیم او کار بند کړی دی.
د پیغام پای/
Your Comment