د ایرنا په وینا، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د قطر له امیر تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمېنځ دوامدار ملاقاتونه د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په اړه د دواړو هېوادونو د مضبوطو تاریخی، اقتصادی او کلتوری تعلقاتو او د نزدې کتنو ښودنه کوی.
د ایران ولسمشر ټینګار وکړ: له سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو سره په اقتصادی، سیاسی، کلتوری، پوځی او امنیتی ډګرونو کې د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا د ایران د اسلامی جمهوریت کلیدی سیاست دی او په دې لړ کې د قطر دوست او ورورولی حکومت ځانګړی اهمیت لری.
هغه زیاته کړه: د دغه سفر په ترڅ کې مو د قطر د دولت له امیر له خپل ورور سره د دوه اړخیزو مسایلو او د ګډو ګټو د تامین په اړه خبرې وکړې او د اړیکو د پراختیا او ژورولو او د همکاریو د نویو لارو د پرانستلو لپاره مو ښې پریکړې وکړې.
پزشکیان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی چې د سیمې هېوادونه کولای شي د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او رغنده تعامل د سیاست پر بنسټ په سیمه کې د ثبات او امنیت د ساتلو او ګډو همکاریو ته لاره هواره کړي.
د ایران ولسمشر زیاته کړه: په دغه کتنه کې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په ساتنه او د خپل برخلیک په ټاکلو کې د دغه هیواد د ټولو خلکو په ونډې موږ ټینګار وکړ او په غزه کې د اوربند او د فلسطین د مظلومو بندیانو د خلاصون لپاره د قطر د منځګړیتوب د هڅو قدرداني ضروري ګڼم.
پزشکیان زیاته کړه: د قطر له امیر سره په کتنه کې مو د غزې د خلکو د کړاوونو د کمولو او د هغوی په خلاف د جنایتونو د بندولو او همداشان د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د تعقیبولو لپاره د اسلامی هیوادونو د لا زیاتې هماهنګۍ په ضرورت ټینګار وکړ.
په دغه ګډه خبري غونډه کې د قطر امیر هم ایران ته د خپل سفر په هکله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دغه سفر په داسې حال کې ترسره شو چې زمونږ سیمه له بدلونونو او ننګونو سره مخامخ ده او مونږ په دې اړه همغږي او مشورې ته اړتیا لرو.
شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني زیاته کړه: قطر ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وروستی سفر زمونږ لپاره د دوستانه او تاریخي اړیکو د پراختیا لپاره یو ډیر مهم او ښه فرصت دی چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ښه ګاونډیتوب په بنیاد ولاړې دي او مونږ باوري یو چې د دغه ډول سفرونو دوام به د دغو اړیکو په لا پراختیا کې مرسته وکړي.
هغه څرګنده کړه: موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د غونډو د پایلو په تعقیب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم پر زیاتوالي هم ټینګار وکړ، تر څو وکولای شو خپلو موخو ته ورسوو او په ټولو برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړو.
هغه وویل: موږ موافقه وکړه چې د اوسنیو شخړو د حل غوره لاره رغنده خبرې اترې دي. په دې برخه کې د همکاریو د شورا له غړو او اسلامي هېوادونو سره د ګډو ګټو او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ د رغنده اړیکو په اړه د محترم پزشکیان د وینا هرکلی کوو.
د پیغام پای/
Your Comment