د ایران ولسمشر: په سیمه کې اوسنۍ وضعیت د صهیونیسټ رژیم د اسلامی هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو د ناوړه ګټه اخیستنه ثبوت دی

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې باید خپل منځي ستونزې په ورورګلوۍ سره حل کړو او په عمل کې د اسلامي نړۍ د قدرت د پیاوړتیا لپاره کار وکړو، وویل: هغه څه چې په سیمه کې تیریږی د صهیونیسټ رژیم د اسلامی هیوادونو له اختلافاتو څخه د استفادې ثبوت، په لبنان او سوريه يې يرغل او مسلمانان يې وژني.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د لیندۍ په ۲۱ نیټه د چهارشنبې په شپه د ترکیې د تجارت له وزیر «عمر بولات» سره په کتنې کې په دې سره تاکید چي ما له ښاغلي اردوغان سره په خپلو کتنو او صادقانه خبرو کې تل د اسلامي هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا او اهمیت ټینګار کړی دی، وویل: زه په ژوره توګه باور لرم چې اسلامي هېوادونه بايد له يو بل سره خپلې اړيکې او تعاملات پراخ کړي.

 د ایران ولسمشر زیاته کړه: که اسلامی هیوادونه خپل ظرفیتونه له تجارتی بازارونو څخه تر ټرانسپورتی لارو او نورو امکاناتو له یو بل سره شریک کړی، یقیناً دا د ټول اسلامی امت په ګټه دی او د اسلامی نړۍ د ټولو هیوادونو د پیاوړتیا سبب کیږی او صهیونیسټ رژیم او نور قدرتونه به د مسلمانانو په چارو کښې د جنایت او لاسوهنې جرات ونکړی.

 هغه په ​​دې باندې په تاکید سره چې خپل مینځی مشکلات باید په ورورګلوۍ سره حل کړو او د اسلامی نړۍ قدرت په عملی بڼه پیاوړی کړو نه په الفاظو، څرګنده کړه: هغه څه چې په سیمه کې تیریږی د صهیونیسټ رژیم د اسلامی هیوادونو له اختلافاتو څخه د استفادې ثبوت، په لبنان او سوريه يې يرغل او د مسلمانان وژني ده. که موږ خپل منځي اختلافات یوې خواته کړو، اسلامي نړۍ به نوره هم ځواکمنه شي او نړۍ به له موږ سره د متقابل احترام په اساس تعامل وکړي.

 د ایران ولسمشر په دوام کې د دې خبرې په کولو سره چې اسلامی جمهوریت له نورو هیوادونو سره د تعاملاتو د مثال په تعقیب او د فیمابین له تجارتی تبادلې څخه د ډالرو د ایستلو په هدف سره له ترکیې سره د مالی تعاملاتو د چوکاټ د رامینځته کولو غوښتونکی دی، وویل: نن ورځ زموږ یوه ستونزه د امریکا او اروپا له خوا پر ایران د دې لپاره لګول شوي بزدلانه بندیزونه دي؛ د دې لپاره چې ایران مجبور کړي چې د دوی سره موافقت وکړي، خو موږ به خامخا هغوی ته سر ټیټ نه کړو.

 ډاکټر پزشکیان دې ته په اشارې سره چې موږ له ترکیې سره په ټولو برخو کې د خپلو اړیکو او همکاریو پراخولو ته چمتو یوو، یادونه وکړه: موږ د فیمابین تړون پر تطبیق ټینګار کوو او په قوي توګه به همکارۍ ته دوام ورکړو، ترڅو هغه دښمنان چې له د اسلامي هېوادونو اړیکو په طمع کې دی، مایوسه به شي.

 په دې کتنه کې د ترکیې د سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د ۳۰ ملیاردو ډالرو هدف ته په اشارې سره وویل: موږ د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره سخت کار کوو. 

هغه څرګنده کړه: ترکیه غواړي چې د انرژۍ په برخه کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره ۲۵ کلن سوداګریز تړون نوي کړي.

عمر بلات دې ته په اشارې سره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګمرکونو د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه به خپلې سرحدي دروازې عصري کړو، زیاته کړه: هڅه کوو چې له ایران سره دوه نورې سرحدي دروازې جوړې کړو. موږ همدا راز هڅه کوو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي لارې او بازارونه پياوړي کړو.

 د ترکیې د سوداګرۍ وزیر په دې خبرې په ټینګار سره چې هیواد یې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ۲۰۱۵ میلادی کال د ترجیحی تجارتی موافقې د بیا احیا او عملی کولو لپاره لیواله دی، وویل: زمونږ لپاره بله مهمه موضوع د سیاحت مسله ده. موږ ایران ته د ترکي سیلانیانو د تګ راتګ د زیاتوالي او اسانتیاوو د برابرولو لپاره د یو هراړخیزه موافقه غوښتونکی یو.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .