په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د کب په لومړۍ نېټه وویل: د ویانا غونډه بې ګټې هڅه ده ځکه چې د نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د یوه قوي نظام د حاکمیت څخه خبر دي.
هغه زیاته کړه د ویانا غونډې ډلې د پوځي او تخریبي اعمالو لپاره هیڅ عذر نه لري او هیڅوک باید په تخریبي اعمالو کې ښکیل نه شي. د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند د سرپرست حکومت له مخالفینو وغوښتل، چې هېواد ته دې ستانه شي، ځکه دوی دلته باعزته او خوندي ژوند لري.
د ایرنا د خبر له مخې، د ویانا په غونډه کې د احمد مسعود، یاسین ضیاء، فوزیه کوفي او یو شمیر نورو شخصیتونو په شمول د سرپرست حکومت مخالفان هم حاضر دي او د سرپرست حکومت پرضد د پوځي مبارزې په دوام ټینګار کوي.
د پیغام پای/
Your Comment