په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د مرغومی په ٢مه، وويل چې د سرپرست حکومت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ اړيکې د ښه کېدو په حال کې دي.
هغه زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې هیوادونه د افغانستان په اړه هیڅ شک ونه لري. هغه شکونه چې دوی لري او احساس کوي باید لرې شي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې وتوانید چې ډیری هیوادونه قانع کړي چې افغانستان یو خوندي ځای دی او د افغانستان له خاورې څخه هیوادونو ته کوم خطر نشته او تاجکستان هم باید په دې اړه ډاډمن وي.
د مجاهد په وینا، له تاجکستان سره هم اړیکې او تعامل ښه شوی او د دغه هېواد پر وړاندې له افغانستان څخه کوم ګواښ نشته.
د پیغام پای/
Your Comment