AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۱ ۱۱:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85535806
T T
۰ Persons
د ایران د نفتو تولید ۳،۶ میلیونه بېرلو ته رسېدلی دی

کابل – ایرنا – د ایران د نفتو وزیر وویل: د دغه هېواد د نفتو تولید د ورځې ۳.۶ میلیون بېرلو ته رسېدلی دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ايران د نفتو وزير جواد اوجي د چنګاښ په ٢٠مه نېټه وويل، چې هر سل زره بېرله تیلو چې په توليد کې ورګډېږي، د هېواد لپاره ٢،٨ ميليارده ډالره عايد رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه: «په تیرو دریو کلونو کې دا مسله ترسره شوې او د تیلو تولید د ورځې له ۲ میلیونو او ۲۰۰ زره بیرلو څخه ۳ میلیونه ۶۰۰ زره بیرلو ته لوړ شوی دی.»

د ایران د تېلو وزیر د تېلو تولید د بودجې د کسر د مخنیوي او د حکومت د عایداتي سرچینو د زیاتولو لپاره یوه له حل لارو څخه وبلل او زیاته یې کړه: همدارنګه د مایع هایدروکاربن زیرمې له ۱۵۳ ملیارد بېرلو څخه زیاتې دي او هرڅومره چې موږ کولای شو د تېلو تولید زیات کړو او ظرفیت یې لوړ کړو،دولت ته ښه اسعار ورسیږي او د دولت اقتصادي ځواک به لوړ شي.

هغه د دې په بیانولو سره چې د نفتو په وزارت کښې په لسګونو زره تکړه متخصصین شتون لری چې د دوی له قدرت څخه کار اخلی، ټینګار وکړ: د داخلی قدرت په لرلو سره به دغه ښه کارونه تر سره شی او هیله لرو چې دغه تفکیک چې ترسره شوی دی دوام ومومي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .