په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو نن شنبه د سلواغه ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیز امنیت د مقررې ریاست په هلو ځلو او همغږۍ د ۳۱۷ یتیمانو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هر ماشوم لپاره د ۳۵۰۰ افغانیو په ارزښت او د هر ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د اوړو، وریجې، غوړیو، چای، لوبیا او مکروني په ګډون د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو وړه کڅوړه د یو مرستندویه موسسې په همکارۍ وویشل شوه.
د ایرنا د راپور له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره یتیمان او کونډې شته.
د پیغام پای/
Your Comment