په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بدخشان د یتیم خانې په ۱۵۰ ماشومانو ژمنۍ جامې (بوټونه، جاکټونه، خولۍ او جرابې) او صابون د ADWSO دفتر په همکاري وویشل شول.
مولوی خیر محمد صفدر، د بدخشان د کار او ټولنيزو چارو رييس له نورو مرستندويه بنسټونو وغوښتل چې د سړې په موسم کې له اړمنو کورنيو او ماشومانو سره همکاري وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment