په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وویل: د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په تېرو پنځو ٥ مياشتو کې لس میلیارده او ٤٠٩ میلیونه افغانى يتيمانو، معلولينو او کونډو ته په شفاف ډول د بانکي سیسټم له لارې حواله کړی.
د ایرنا د راپور له مخې په افغانستان کې څه دپاسه څلور سوه زره د شهیدانو او معلولینو مستحقې کورنۍ شته چې له دې جملې څخه څه باندې سل زره معلولین دي.
د پیغام پای/
Your Comment