په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د کندا فروټ شرکت له رییس جلالالدین سعید سره وکتل او د هېواد په مرکز او بندرونو کې د حیواني او نباتي محصولاتو د ازموینې لابراتوارونو د جوړولو په اړه یې خبرې وکړې.
عمري ټینګار وکړ چې لابراتوارونه باید داسې جوړ شي، چې پکې صداقت او امانت وساتل شي او د حیواني او نباتي محصولاتو اصلي ماهیت او کیفیت په دقیقه او شفافه توګه وڅېړل شي.
خبرپاڼه زیاتوي: یاد لابراتوارونه به د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق او د کندا فروټ شرکت په مشارکت جوړېږي، چې موخه یې د محصولاتو د کیفیت د څارنې ښه والی او په بندرونو او مرکزي سیمو کې د ارزونې بهیر اسانه کول دي.
د ایرنا په وینا، د مالدارۍ او کرنې سکتور د افغان بزګرانو لپاره د خوړو او عاید یوه مهمه سرچینه ده، چې په دودیز ډول ترسره کیږي.
د پیغام پای/
Your Comment