کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن (دوشنبې د لیندۍ ۱۳ مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست عطاالله عمري د معیاري مسلخونو له لارې د صحي غوښې پر رسولو ټینګار وکړ.
مولوي عطالله عمري و ویل: د قصابانو په واسطه د حیواناتو حلالول د چاپېریال د ککړتیا سبب ګرځي، ګڼې ناروغۍ رامنځ ته کوي، چې نو د ښو خدماتواو صحي غوښو د وړاندې کولو لپاره باید ذبحې په مسلخونو کې تر سره شي.
د کرنې وزارت د مسلخونو د قراردادي شرکت مشر نصرت الله یوسفزي وویل: په دغو مسلخونو کې لویه پانګه اچونه شوې او د غوښې د حلالولو او پروسس لپاره بېلابېل ماشینونه شتون لري، د حیواناتو حلالول په اسلامي شکل د لاس په واسطه کېږي، چې ټول پروسس او ساتنه یې په نړیواله کچه تر سره کېږي او غوښنه یې له هر ډول ناروغۍ څخه خالي ده.
د عامې روغتیا وزارت معین حبیب الله اخندزاده وویل: اکثره ناروغۍ د غوښې او خوړو له لارې انسانانو ته خپریږي او انسانان ناروغوي، دا ډېره مناسبه ده چې غوښه په مسلخونو کې د روغتیا وزارت او د کرنې وزارت حیواني صحت برخې په تایید سره تر سره شي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په هېواد کې د کرنې وزارت له لوري پنځه لويې مسلخونه جوړ شوي، چې دوه يې په کابل، يوه يې په هرات، يوه يې په بلخ او يوه يې په کندوز ولايت کې فعاليت دی، چې د کندوز هغه لا هم فعاليت نه دى پیل کړی.
د پیغام پای/
Your Comment