AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰ ۱۶:۳۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85471454
T T
۰ Persons

بامیانو ولایت کې د مالدارۍ ورځ ولمانځ شوه

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰ ۱۶:۳۲
News ID: 85471454
بامیانو ولایت کې د مالدارۍ ورځ ولمانځ شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت بامیان ولایت کې د مالدارۍ ورځې د لمانځلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن پشنبنې د غوايي ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بامیانو ولایت په شش پل تفریحي پارک کې د دغه ولایت د والي عبدالله سرحدي او د هالند د کمېټې د مشرتابه په حضور کې د مالدارۍ ورځ ولمانځل شوه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: په باميانو ولايت کې د مالدارۍ د ورځې په نمانځغونډه کې د شيدو لوښي او نور حيواني محصولات نندارې ته وړاندې شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ملکي ادارو یو شمېر مسوولینو، د همکارو بنسټونو مسوولینو، مالدارانو او بزګرانو هم حضور درلود.

د ایرنا د خبر له مخې بامیان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېری خلک یې کروندګر دي او خپل ژوند د کرنې او څارویو د محصولاتو له لارې پرمخ وړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .