په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي پنجشنبه د سلواغه په څلورمه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د افغانستان او ایران ګډې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی.
هغه زیاته کړه: کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچی سفر د دغو اړیکو د ټینګښت په لاره کې یو رغنده ګام دی او کولای شی د دواړو هیوادونو اړیکې نوی پړاو ته داخل کړی.
د ایرنا د خبر له مخې، په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت افغانستان ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر د سفر، خبر ورکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د دغه سفر د دقیق وخت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو تر دې مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست په راتلونکي کې د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو د تګ راتګ خبر ورکړی و.
د پیغام پای/
Your Comment