په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت استازی رحمت الله فیضان سه شنبه د لیندۍ په ۶ مه له مولوی امیر خان متقي سره د حسن کاظمی قمي د الوداعی ملاقات ته په اشارې سره په خپله ایکس پاڼه کی ولیکل: هيله ده چې په کابل کې د تهران د نوي سفارت سرپرست په شتون سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ټينګې شي.
هغه لیکلی: د حسن کاظمی قمي الوداعی ملاقات د هغه د ماموریت په دوران کې د هغه د کارکردګۍ د ارزونې او د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو ملګرتیاو په دوام باندې د ټینګار لپاره یو فرصت و.
د کاظمي قکي د هلو ځلو د ستاینې په ترڅ کې د هېواد د بهرنیو چارو د سرپرست مولوي امیرخان متقي څرګندونې د اړیکو په ټینګښت کې د هغه د رول ستاینه کوي.
دغه راز دبهرنيو چارو سرپرست وزير د ايران له نوي سفارت سرپرست سره دهمکارۍ لپاره پر چمتووالي ټينګار له خپلو ګاونډيانو سره د اړيکو د پياوړتيا او د سيمه ييزو همکاريو په برخه کې د افغانستان ژمنتيا ښيي.
دغه ډيپلوماتيکې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او امنيتي اړيکو په پياوړتيا کې مهم رول لوبولی شي.
فیضان وویل: افغانستان او ایران د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه چې اوږده ګډه پوله لري، تل د کلتوري، تمدني، اقتصادي او مذهبي مشترکاتو پر بنسټ له ژورو او تاریخي اړیکو څخه برخمن شوي دي.
د ده په وينا، دغه اړيکې چې په لرې زمانه کې ريښې لري، د هغو ملتونو د پيوستون يوه څرګنده بېلګه ده چې ګډ فرهنګ او تمدن يې له يو بل سره نږدې کړى دى.
له دغو ژورو مشترکاتو سره سره، کله ناکله د دواړو هېوادونو په اړیکو کې اختلافات او ننګونې رامنځته شوې دي. خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو تل د دغو ننګونو پر سوله ییز حل او د رغنده تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. په تېره بيا د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ بې شمېره ديپلوماتيک سفرونه او رسمي ليدنې د اړيکو د پراختيا او د خنډونو د لرې کولو په لاره کې مهم ګام بلل شوی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر سفر چې د هغه له لومړنیو بهرنیو سفرونو څخه وو، په دې برخه کې خورا مهم و. د دغو خبرو اترو په پایله کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه لکه سیاسي مسایل، د کډوالو چارو، د اوبو او سرحدونو، سوداګرۍ او اقتصاد، امنیت، د نشه يي توکو له قاچاق او د داعش له ګواښونو سره د مبارزې او فرهنګي همکاریو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
هيله ده چې په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د نوي سفارت سرپرست په شتون سره به د افغانستان او ايران اړيکې نورې هم پياوړې شي او دواړه وروڼه ملتونه به وکولای شي چې د مثبتو مشترکاتو په سيوري کې د لا زيات پرمختګ او همکارۍ په لور حرکت وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment