AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۱ ۱۱:۴۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85715873
T T
۰ Persons

Tags

ایران: پر یمن د امریکا او انګلیس بریدونه د تیري د جنایت یوه بیلګه ده

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یمن په زیربناو باندې د امریکې او انګلستان پرله پسې تیریونه د صهیونیسټی رژیم د ملاتړ او د دغه هیواد د فلسطینیانو د نسل وژنې په تمدید وبلل او وویل دا بریدونه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو څخه ښکاره سرغړونه او د جرمونو د نړیوالې محکمې د قانون له مخې د «تیري جرم» یوه بیلګه ده.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن پنجشنبه د مرغومی په ۲۰مه وویل، د صنعا، حدیده او عمران په درېیو ولایتونو کې پر بنسټیزو اهدافو د امریکا او بریتانیا پرله پسې بریدونه په کلکه وغندل او څرګنده کړه: دغه جنایتکارانه اعمال د فلسطین له مظلومو خلکو سره د ملاتړ او پیوستون په څرګندولو کې د یمن د اتلو خلکو هوډ نه شی کمزورې کړي.

بقایي د یمن په زیربناو باندې د امریکې او انګلستان پرله پسې تیریونه د صهیونیسټی رژیم د ملاتړ او د دغه هیواد د فلسطینیانو د نسل وژنې په تمدید وبلل او وویل دا بریدونه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو څخه ښکاره سرغړونه او د جرمونو د نړیوالې محکمې د قانون له مخې د «تیري جرم» یوه بیلګه ده.

 بقايي په غزه کې د نسل وژنې د دوام او د یمن د حیاتي  تاسیساتو په خلاف د امریکې، انګلستان او صهیونیسټي رژیم د پوځي تیریو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا بې غوري وغندله او په ​​دې برخه کې د «تاوتریخوالی» اعمالو او «له سولې څخه د پرله پسې سرغړونو» په برخه کې د خپلو دندو په ترسره کولو کې د دغې ادارې ښکاره ناکامي او په دې وضعیت کې د ښکېلو حکومتونو د نړیوال مسوولیت لامل وبلل.

هغه د سیمې د ولسونو په خلاف د صهیونیسټ رژیم او د هغه د ملاتړو د اشغال، نسل وژنې او تیریو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د اسلامی او سیمه ایزو هیوادونو د جدی اقدام غوښتنه وکړه.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .