په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن شنبه د مرغومی په ۸ مه په خپله اکس پاڼه کې لیکلي: د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نقطو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل.
د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت وياند د دغې برید په اړه نور جزئيات نه دي په ډاګه کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د ملی دفاع وزارت سرچینو اعلان وکړ چې د افغانستان د سرحدی ځواکونو په برید کې ۱۹ پاکستانی پوځیان وژل شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment