په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د امنیتي چارو او تشکیلاتو مرکزي کمیسیون نن چهارشنبه د مرغومی په ۱۹مه د ملي دفاع د سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د دغه کمیسیون عادي غونډه اعلان کړه.
په دې کتنه کې مجاهد د هېواد د سرحدونو په ساتنه، د قاچاق په مخنیوي، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه باندې ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملی دفاع د وزارت د سرپرست دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ په وروستیو سرحدی نښتو کې په لسګونو کسان ژوبل او وژل شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment