د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ستراتیژیکو سمندري ځواکونو قوماندان ستر جنرال «شهرام ایراني» د مرغومی د میاشتې په څلورمه نیټه د سمندري تجهیزاتو د جوړولو د تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې وویل چې موږ تر دې مخکې هم په اتلانتيک او ارام سمندر کې خپله وړتيا او تخصص ښودلى او د «دنا» بېړۍ د دې مملکت د ځوانانو له خوا جوړه شوې ده.
هغه وویل: نن سبا د صنایعو او سمندری تجهیزاتو په جوړولو کې د ایران تراز ډیره پیچلې ده. هغه څرګنده کړه: د نن ورځې اقدام د سمندری پراختیا په سیاستونو کې د انقلاب د معظم رهبر د حکمونو د اجرا په لاره کې د حکومت لومړی مهم ګام ؤ.
هغه زیاته کړه: نن ورځ په دې سطحه د سب میرینونو جوړول کوم پېچلی کار نه دی، بلکه د کورنیو متخصصینو لپاره ډېر ساده دی. د ایران د اسلامي جمهوریت د ستراتیژیکو سمندري ځواکونو قومندان زیاته کړه: شهیدان دې شاهدي ورکړي چې انقلابي ځوانانو داسې څه وکړل چې باید شرمنده نه شو.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیرې فرزانه صادق او د سمندري ځواکونو د قوماندانانو په شتون کې د کورنیو تولیدونکو له توان او ظرفیت څخه په استفادې سره د ۳.۱ همت په ارزښت د بندرونو او سمندري ادارې لخوا د اړتیا وړ ۲۶ ډوله سب میرینونو د جوړولو تړون لاسلیک شو.
د پیغام پای/
Your Comment