د صنعت او کرنې وزارت مسوولینو د سوداګریزو مرکزونو لپاره د ځمکې د استملاک په اړه خبرې وکړ

کابل- ایرنا- د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د سوداګریزو مرکزونو لپاره د ځمکې د استملاک په اړه خبرې وکړې.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د مرغومی د میاشتې په دویمه نېټه وویل د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي عثماني د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په کابل او د افغانستان په بېلابېلو زونونو کې د سوداګریزو مرکزونو او فابریکو د جوړولو لپاره د ځمکې د تثبیت او انتخاب په اړه خبرې وکړې.

د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان معیاري سوداګریز مرکزونه نه لري، خو خصوصي سکتور غیر معیاري سوداګریز مرکزونه جوړ کړي چې د سوداګرو لپاره دیر لګښتونه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .