د اقتصاد وزارت سرپرست: له ګاونډيو او عربي هېوادونو څخه شرکتونه لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست وویل: له ګاونډیو، عربو او لویدیځو هیوادونو شرکتونه په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونې ته لیواله دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت چارواکو نن سه‌شنبه د لیندۍ ۲۷ مه وویل د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د عمان د سوداګرۍ خونې له رئیس علي الزاد علي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او په افغانستان کې د پانګونې د جلبولو لپاره د رامنځته شویو اسانتیاوو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

د اقتصاد وزارت سرپرست کورنۍ او بهرنۍ پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې ظرفيت وباله او ويې ويل: په افغانستان کې پانګونه د کورني تولید، ملي عاید د زیاتوالي او په پایله کې له انحصار څخه د اقتصادي خودکفایۍ په لور د وضعیت د بدلولو لپاره یو مناسب پلیټ فارم جوړوي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسي په نظر کې نیولو سره د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره لازم فرصتونه او اسانتیاوې رامنځته کړي، چې ښکاره بېلګې یې سراسري امنیت، هر اړخیز ملاتړ، د مالیاتو کمول، د بروکراسي له منځه وړل، او د واحد مرکز پر بنسټ د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د پانګې اچونې د مراحلو لپاره دی.

د حنیف په خبره، لسګونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو په بېلابېلو برخو لکه کانونو، کرنې، د انرژۍ تولید، روغتیایی خدمتونو، زیربناوو، ترانسپورت او کوچنیو او منځنیو تشبثاتو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

 د اقتصاد وزارت سرپرست څرګنده کړه چې په دغو شرکتونو کې ځینې داسې شرکتونه هم شته چې په ګاونډیو، سیمې او په عربي او غربي هېوادونو کې د پانګونې تجربه لري.

د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس په اقتصادي برخه کې د سرپرست حکومت د لاسته راوړنو او د بهرنیو پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو او فرصتونو د رامنځته کولو د قدردانۍ په ترڅ کې د لمریزې انرژۍ د تولید پروژې په اړه خپل معلومات د اقتصاد وزارت له سرپرست سره شریک کړل او په دې برخه کې د دغه هیواد د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .