AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۷ ۲۰:۵۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85693139
T T
۰ Persons

Tags

الجولاني: زه به اجازه ور نه کړم چې سوریه د اسراییلو په وړاندي د برید په مرکز بدله شي

کابل- ایرنا- د مخالفو وسله والې ډلې هیئت التحریر الشام قومندان له یوې انګلیسي ژورنال سره په مرکه کې ویلي: دوی به اجازه ورنکړي چې سوریه د اسراییلو په وړاندي د برید مرکز شي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د سوریې د واکمنۍ تر نیولو وروسته له ټایمز سره په خپله لومړۍ مرکه کې، د وسله والو مخالفانو د ډلې قوماندان ابو محمد الجولاني د دوشنبې په ورځ د لیندۍ ۲۶مه وویل: د اسراییلو (په سوریه کې د برید) لامل د حزب الله او د ایران پورې تړلې ملېشو شتون و. اوس دا دلیل شتون نه لري. اسراییل چې تیره اونۍ د بشارالاسد له نسکوریدو وروسته بفر زون نیولی و، باید له دې سیمې څخه ووځي. 

 په سوریې کې دصهیونیسټ رژیم له نویو پرمختګونو وروسته د دغه رژیم رسنیو اعلان وکړ چې د اسرائیلو پوځ د دغه هیواد څه دپاسه ۳۷۰ کیلومتره مربع خاوره نیولې ده. صهیونیسټی پوځ په سوریې کې په نوی پرمختګ کې د درعا ولایت په لویدیځ کې د یرموک په حوض کې د معریه په کلی کې پرمختګ کړی دی.

د صهيونېسټ رژيم پوځ هم د بلدوزرونو او تخنيکي او انجينري وسايلو په شمول د حوض يرموک سيمې ته نور ملاتړي ځواکونه لېږلي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .