AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۵ ۱۶:۵۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85690791
T T
۰ Persons

Tags

په تېرو اتو میاشتو کې د څه باندې ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ډبرو سکاره صادر شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اعلان کړی چې په تېرو اتو میاشتو کې د څه باندې ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۶۰۰ زره ټنو څخه د زیاتو ډبرو سکاره صادرات شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد د شنبه په ورځ د وږي په ۲۴مه وویل چې د ۱۴۰۳ میلادي کال په اتو میاشتو کې د هېواد د ډبرو سکرو صادرات څه باندې ۶۵۴ زره ټنه وو چې ارزښت یې څه باندې ۶۵،۶ ملیونونه ډالره کیږي او پاکستان، ایران، ترکیې، هند او چین ته صادر شوي دي.

 د ایرنا په وینا، د افغانستان د ډبرو سکرو کانونه د هندوکش د غرونو د سلسلې تر خاورو لاندې د بېلابېلو طبقو په بڼه موقعيت لري او له بدخشان ولايت څخه تر تخار، بغلان، سمنګان، باميانو او سرپل ولايتونو پورې غځېږي او د هرات ولایت په سبزک کان کې پای ته رسېږي. 

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .