په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۹مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: نن ما په افغانستان کې د هالنډ له سفیر لائتیا وان آش او په افغانستان کې د آلمان د سفارت د شارژدافیر رولف دیتر راینهارد سره وکتل.
هغه زیاته کړه: په دې کتنه کې مو په افغانستان کې د پوهنې، د اقلیم د بدلون او د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.
سهیل شاهین د هالنډ او جرمني د سفارتونو له سفیر او شارژدافیر سره د لیدنې په اړه نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي.
د پیغام پای/
Your Comment