AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۹ ۱۷:۲۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85714480
T T
۰ Persons

Tags

سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه وټاکل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند، سهیل شاهین په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه د ټاکلو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د مرغومی ۱۹ مه وویل: په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر پخوانی رئیس سهیل شاهین په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

 

مجاهد زیاته کړه: د دغه سفارت پخوانی رئیس محمد نعیم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

 د ایرنا په وینا، تر دې وړاندې سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر د مشر او محمد نعیم وردګ په دوحه کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .