په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن یکشنبه د لیندۍ په ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشيد خواجه يف سره وکتل.
په دې کتنه کې جمشيد خواجه يف د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په مختلفو برخو له هغې ډلې د کانونو استخراج، د سوداګريزو توکو پېرلو، د کرنې پراختیا او د سوداګريزو توکو د لېږد او ترانسپورټ په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت سره د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د خپل هيواد د ګډې همکارۍ ډاډ وښود.
هغه همداراز د دواړو هيوادونو ترمنځ د پرمختګونو او سوداګرۍ پراختيا يادونه وکړه او د ترمذ ښار د سوداګريز مرکز جوړیدل يې په دې برخه کې مهمه لاسته راوړنه ياده کړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د دواړو هيوادونو ترمنځ لرغونو او ښو اړيکو ته اشاره وکړه او وې ويل: اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا غوښتونکی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه: په افغانستان کې د پانګونې ډېر فرصتونه رامنځته شوي او اسلامي امارت په هيواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او ټولو سوداګرو او پانګه والو ته به لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د سرپرست حکومت اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري اړیکو د ټینګښت، پیاوړتیا او پراختیا په موخه پرون د یوه پلاوي په مشرۍ تاشکند ته ولاړ.
د پیغام پای/
Your Comment