د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له خلکو وغوښتل چې د آى خانم لرغوني ښارګوټي ساتنه دې وکړي

کابل- ایرنا- د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د سیمه ییزو خلکو له خوا د آی خانم د لرغوني ښارګوټي د ساتنې غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو سه شنبه د لیندۍ په ۶مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د تخار ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس ذبيح الله انصاري د آی ‌خانم له تاریخي ښارګوټي لیدنه وکړه.

هغه له خلکو وغوښتل چې د آى خانم د لرغونو اثارو په ساتنه ګې د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره همکاري وکړي. د ایرنا په وینا، د آی خانم ښارګوټی له ۲۵۰۰ کالو څخه زیات لرغونتوب لري او د تخار ولایت د دشت قلعه په ولسوالۍ کې پروت دی، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

دغه تاریخي ښار د یونانیانو په دوره کې جوړ شوی، په تېرو حکومتونو کې یې ځینې برخې ویجاړې شوي دي، خو لا هم په دې ځای کې تاریخي آثار لیدل کېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .