AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۷ ۱۲:۴۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85671954
T T
۰ Persons

Tags

د پاکستان له زندانونو څخه څوارلس افغان بندیان خوشې شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان د پېښور له زندانه د ۱۴ افغان بندیانو د خوشې کولو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو سه‌شنبه د لینړۍ ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې په پاکستان کې ۱۴ افغانان بندیان پرون هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قومندانۍ د معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان د پېښور په زندان کې له ۱۵ ورځو څخه تر ۳ میاشتو پورې بندیان وو. دوی د انټرپول پولیسو لخوا خوشې شوي او له خوشې کیدو وروسته د تورخم له لارې بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي او د تورخم په پوله کې له راجسټر کیدو وروسته د مهاجرت نړیوال سازمان ته معرفي شوي.

خبرځاى زياته کړه: د دغو کسانو له جملې څخه پنځه تنه چې عمرونه يې له اتلس کلونو کم دي د HARO انستيتوت ته معرفي شول.

د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان په زندانونو کې کابو شپږ زره افغانان بندیان دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .