تهران د ایران له ملي حاکمیت څخه د سرغړونې د مخنیوي لپاره د امنیت شورا د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي د ملګروملتونو سرمنشي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رئیس او د امنیت شورا رییس ته په یوه لیک کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف د اسرائیلي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه.

ایرنا خبری اژانس وایی، په ملګروملتونو کې د ایران داسلامی جمهوریت دایمی استازی په سیمه ایز وخت د لړم دمیاشتې په ۲۵ مه نیټه د ملګروملتونو سرمنشي، د امنیت شورا رییس او دغه سازمان د عمومي اسمبلۍ رئیس ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف ورزۍ او د ایراني اتباعو په وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو فهرست وړاندې کړ.

 په ملګروملتونو کې د ایران دایمی استازی څرګنده کړه: په دغه لیک کې له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې د مخنیوی لپاره د ضروری اقداماتو د ترسره کولو او عاملینو ته د حساب ورکولو غوښتنه شوې ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .