په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو سه شنبه د لړم ٢٢ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د کابل ولایت د علماوو شورا له مرستیال ښاغلي مولوی ظاهر خان خادم او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د کاني زېرمو د مدیریت، د پانګوالو لپاره د لازیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د ملي پانګې د ساتنې، د کارموندنې او دغه راز د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د ایرنا په وینا، افغانستان بې سارې طبیعي زیرمې لري چې د مسو، لیتیم، اوسپنې، طلا، نیوبیم او کوبالت د بېلګو په توګه یادولای شو.
که افغانستان د خپلو کانونو په استخراج کې بریالی شي، کولای شي د نړۍ یو له پیاوړو کانونو صادرونکو هېوادونو څخه شي.
د پیغام پای/
Your Comment