په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل دغه څرګندونې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خوست د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې وکړې.
سراج الدین حقاني دې موخه جوړو شوو مراسمو ته د وینا په مهال هېواد کې د ودانیزو او رغنيزو چارو په چټک پرمختګ خوښي وښوده او په وينا يې د هېواد آبادي یوازې په فزیکي ودانیو محدود نه دي، بلکې د خلکو زړونو رغول او د هغوی تر منځ د اعتماد او اخلاص فضا رامنځته کول هم بنسټیز او ځانګړی ارزښت لري.
د ځايي مسولینو په وینا، د ودانی جوړولو چارې به يې د ٧١ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځلسو میاشتو په اوږدو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې کار سره به د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ اداري اړتیاوې پوره شي او د چارو له بشپړېدو وروسته به د امنیتي ځواکونو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
د پیغام پای/
Your Comment