څه باندې ۱۲۰ روږدي کسان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ور وپېژندل شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې په نشه يي توکو ۱۲۶ روږدي کسان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن په خپله یوه پاڼه کې لیکلي: ۱۲۶ روږدي کسان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ور وپېژندل شول.

هغه څرګنده کړه: د روږدو د راټولولو او درملنې په دوام، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار له بېلابېلو برخو ۱۲۶ په نشو روږدي کسان راټول کړي او د بستر لپاره یې کابل کې د روږدو د درملنې کمپ( امېد) ته ولېږدول.

 د ایرنا د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سیاسی دفتر یا یوناما په راپور کې چې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې خپور شو، ښیی چې په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه کسان په نشه ایزو موادو روږدی دی چې ۳۵ فیصده یې ښځې دی.

 د افغانستان سرپرست حکومت د تېر کال په اوږدو کې د نشه يي توکو د کښت او تولید پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې او د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې یې هم هڅې پیل کړې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .