په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې چارواکو نن یکشنبه د لړم په ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د لومړني راپور له مخې، د یادې ادارې او د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې ادارې د ګډو ټیمونو د لومړنیو سروی او ارزونې پر بنسټ، د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د قلعه حیدرخان په سیمه کې د اورلګېدو پېښې له امله له بده مرغه دوه تنه شهیدان، ۲۶ تنه ټپیان، او ۸۱ تنه برسېرن ټپیان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه: شرکتونو، سوداګرو او کسبهکارانو ته له یو میلیون او دوه سوه زره ډالرو څخه زیات مالي زیان اوښتی دی.
چارواکي وايي، دا لومړني ارقام دي او د سروی او ارزونې د جریان له امله د بدلون وړ دي.
د پیغام پای/
Your Comment