د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د لړم د میاشتې په دولسمه نیټه د ایران د محصلینو له یوې ډلې سره وکتل.
هغه په دغه کتنه کې وویل: مونږ به خامخا هر هغه څه د استکبار په وړاندي وکړو چې د ایران د ملت د چمتووالی لپاره باید په پوځی، وسلو او سیاسی چارو کې ترسره شی او الحمدلله چې چارواکی یې همدا اوس کوی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر وفرمایل: بې له شکه چې د ایران د ملت او د دغه هېواد د چارواکو عمومي غورځنګ له نړیوال استکبار او جنایتکاره دستګاه سره د مقابلې په لاره کې چې نن ورځ په نړیوال نظام کې واکمن دی، په هیڅ صورت کې غفلت ونه کري، په دې اړه ډاډه اوسئ.
هغه صهیونیسټ رژیم ته د ایران د غبرګون په اړه وویل: بحث یوازې د انتقام په اړه نه دی، دا یو منطقی اقدام دی؛ دا د دین، اخلاقو، شریعت او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې ده او د ایران خلک او د دغه هیواد چارواکي به په دې برخه کې هیڅ ډول غفلت ونه کړي، په دې اړه ډاډه اوسئ.
ایت الله خامنهای خبرداری ورکړ چې د امریکا او صهیونیسټ رژیم دښمنان باید پوه شي چې د ایران او د مقاومت د جبهې په وړاندې د هر ډول اقدام په وړاندې به خامخا سخت ځواب ورکړي.
هغه تاکید وکړ: له استکبار سره په مقابله کې د ایران د ملت له انسانی، اسلامی او نړیوال منطق سره سم عقلی او عاقلانه حرکت باید دوام ولری.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: له استکبار سره مقابله یوه دنده ده. استکبار په هر اړخیزه توګه اقتصادي، نظامي او کلتوري تسلط او د ملتونو ذلت دی؛ دوی د ایران ملت ته سپکاوی وکړ. دوی د کلونو لپاره سپکاوی وکړ. له همدې امله د ایران د ملت مبارزه له استکبار سره روانه ده او خامخا به همداسې روانه وي.
د پیغام پای/
Your Comment