AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳ ۱۹:۳۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85679143
T T
۰ Persons

Tags

په پکتيا ولايت کې د لرګيو پر لېږد او پلور بنديز لرې شول

کابل- ایرنا- د افغانستان په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې د ډبرو سکرو او د لرګیو د بیې له لوړېدو سره، د پکتیا والي له دغه ولایت څخه نورو ولایتونو ته لرګیو پر لېږد او پلور بندیز لرې کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پکتيا ولايت سيمه ييزو چارواکو نن سه شنبه د لیندۍ په ۱۳مه اعلان وکړ چې د دغه ولايت والي ملا مهرالله حماد د سيمې له قومي مشرانو او مخورو سره په ليدنه کې ويلي چې په موقت ډول يې د لرګیو پر لېږد او پلور لګېدلی بنديز لرې کړی دی.

 ده زياته کړه: دغه اقدام په موقتي توګه او د لسو ورځو لپاره د افغانستان په بازارونو کې د لرګيو د بيې د راټيټولو او د ژمي په رارسيدو ښاريانو ته د اسانتياو د برابرولو په مقصد ترسره شوى دى. د حماد په وينا، د دغه بنديز له لرې کېدو سره به په افغاني بازارونو کې د لرګيو بيې راټيټې شي او ښاريان به يې هرکلى وکړي.

 د ایرنا په وینا، پکتیا اوس مهال د پلازمینې په ګډون د افغانستان د ځینو برخو اړتیا لرګي برابروي. دا مهال په کابل ولایت کې د یو سیر لرګیو بیه ۱۵۰ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د یو سير لرګیو بیه ۸۰ افغانۍ وه.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .