په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د نيمروز ولايت د رسنيو دفتر نن شنبه د لړم په ١٢مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه ولايت مرستيال والي سيد سليمان اغا بهير د زرنج ښار د غازي اباد کلي د برېښنا پروژې کار پيل کړ.
د دې پروژې لګښت ۸۰۰ زره افغانۍ ده، چې د نیمروز ولایت د والي او ځايي اوسېدونکو له خوا ورکړل شوې ده.
د نیمروز مرستیال والي د دې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې وویل، سیمه ییزه اداره هڅه کوي چې خلکو ته لازمې اسانتیاوې او خدمات وړاندې کړي او په پام کې لري چې په ګڼو نورو برخو کې هم ورته پروژې پلي کړي.
د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې له دغې پروژې څخه به څومره کورنۍ ګټه پورته کړي.
د پیغام پای/
Your Comment