په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د لړم په دویمه نېټه وویل چې په چابهار بندر کې د ایران اسلامي جمهوریت او هند پانګونه د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت دی چي له اقتصادي بحران څخه بهر شي.
مجاهد زیاته کړه: افغانستان له ګاونډیو او په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې غواړي او د چابهار بندر د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او پیاوړتیا لپاره ښه فرصت ګڼي.
د سرپرست حکومت ویاند څرګنده کړه، چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې او هیله لرو، چې د شته ستونزو د حل او د باور فضا رامنځته کولو لپاره به ډیپلوماټیکې اړیکې هم پیاوړې شي.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان اوس مهال د پاکستان پر ځای د ایران پر چابهار بندر ډېر تکیه کوي.
د پیغام پای/
Your Comment