په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس استانکزي نن یکشنبه د مرغومی په ۲۳ مه په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له سر علیرضا بیکدلي سره وکتل.
ستانکزي د ایران نوي سفیر ته په دنده کې د بریالیتوب ډاډ څرگند کړ، زیاته یې کړه، چې د هغه د ماموریت په لړ کې به د افغانستان او ايران سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکې لا پیاوړې شي.
نوموړي دغه راز په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه، چې ایران ته د افغانانو د تګ راتګ او هلته د مهاجرینو د ستونزو د حل په لړ کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
بیکدلي له سیاسي معین سره د لیدنې مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې له ګاونډي ورور هېواد افغانستان سره به یې د هېواد سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکې لا پراخه شي او له شته فرصتونو یې د دوه اړخیزو اړیکو د پالنې په دوام او پراختیا ټینګار وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment