په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن جمعه د تله په ۲۰ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بلوچستان ایالت دوکۍ سېمه کې د سکرو کانونو په کاریګرو د ناپېژانده وسلوالو بریدونه چې له امله یې د ۴ افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر شهیدان شوي، په کلکو ټکو غندي.
هغه لیکلي: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي؛ د الله متعال له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي او د پاکستان له حکومت څخه هم غوښتنه کوي چې د دغه شان پيښو د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
بلخي وویل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کوېټه کې د افغانستان اسلامي امارت لویې قونسلګرۍ ته دنده سپارلې ده چې افغانستان ته د افغانانو د جنازو د انتقال په اړه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پیغام پای/
Your Comment