په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې؛ پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د سلواغه ۲۸ مه خبر ورکړ چې په پېښور کې د وروستۍ غونډې په اعلامیه کې چې سیاستوالو او دیني عالمانو په کې برخه اخیستې وه، اعلان وکړ چې له طالبانو سره به ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل شي.
د خیبر پښتونخوا یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو ویلي، چې په پاکستان کې سوله د افغانستان په سوله پورې تړلې ده.
د دغه ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور اعلان کړی، چې له طالبانو سره د اغېزمنو خبرو اترو لپاره به یوه جرګه جوړوي.
په دغه ایالت کې د ناامنیو او د تحریک طالبان پاکستان له خونړیو بریدونو وروسته د سیاسي او مذهبي شخصیتونو غونډه د خیبر پښتونخوا ایالت د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ جوړه شوې وه. په دې غونډه کې سیاستوالو او دیني عالمانو د ډار اچونې د ننګونې د حل لپاره سلا مشورې وکړې.
د دغې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې ويل شوي چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د حکومت په کچه د خبرو اترو د پيلولو پرېکړه شوې ده او د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير وويل چې د دغه ایالت امنيتي وضعيت د افغانستان په شرايطو پورې اړه لري او له طالبانو سره د هدفي او اغېزمنو خبرو اترو لپاره به يوه جرګه جوړه شي.
علي امین ګنډاپور په دې غونډه کې وویل: خیبر پښتونخوا د پاکستان په دې پوله (له افغانستان سره) پروت ایالت دی، هغه ځای چې د لسیزو راهیسې جګړه او تروریسم شتون لري او دا ورسره مقابله کوي. د هغې ګټې د پاکستان ټول ٢٥٠ ميليونه خلکو ته رسېږي او د پښتونخوا خلک او پوليس يې د دې لپاره قرباني ورکوي؛ له همدې امله، دا حالت باید پای ته ورسیږي.
د ایرنا د خبر له مخې په تیرو دریو کلونو کې د کابل او اسلام آباد اړیکې تل د پاکستان د تورونو له امله خړې پړې شوې چې کابل د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.
د پیغام پای/
Your Comment