په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د چهارشنبې په ورځ د تله په ۱۱مه په خپله دوهمه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د توغندیو ۹۰ سلنه د صهیونیسټي استخباراتو په هدفونو لګیدلي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران د دوهمې اعلامیې متن:
له مخکینۍ اعلامیې سره سم، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران په قول اردو کې ستاسو اولادونه، د اسلامی جمهوریت د چارواکو او د پوځی قوماندانانو له ژمنو سره سم، دوی د نورو وسله والو ځواکونو په مرسته د یا رسول الله (ص) له کوډ سره د ژمنو عملیاتو د دوهم ځل لپاره د اسلامی ایران د بچیانو له خوا جوړ شوی توغندی په اشغال شوی سیمو کې دننه ستراتیژیک مرکزونه په نښه کړل.
په دې عملیاتو کې یو شمېر هوايي او رادار اډې، د مقاومت د مشرانو په تېره بیا د شهید ډاکټر اسماعیل هنیه او د لبنان د حزب الله د مشر شهید حجت الاسلام والمسلمین سید حسن نصرالله او د سپاه د پوځی قوماندان د قتل د دسیسو او پلانولو مرکزونه، په نښه شول.
له دې سره سره چې دغه سیمه د ترټولو پرمختللی او پراخ هوایی دفاعی سیسټم په وسیله ساتل شوې وه، ۹۰ سلنه توغندی په بریالیتوب سره په لګیدلي دي او صهیونیسټ رژیم د اسلامی جمهوریت د استخباراتو او عملیاتو له تسلط څخه ویره لری.
دا عملیات د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې او د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ترسره شوي او د دښمن هر ډول حماقت ته به غاښ ماتوونکی او توند ځواب ورکړل شي.
د پیغام پای/
Your Comment