د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو مرستیال جنرال علي کوهستاني د چهارشنبې په ورځ د کب په لومړۍ نېټه د دې مراسمو په څنډه کې د ایرنا خبري آژانس له خبریال سره د خبرو په ترڅ کې د ځمکنیو ځواکونو لپاره د زیاتو تجهیزاتو اضافه کولو ته په اشارې سره وویل: د دغو تجهیزاتو څېړنه او صنعتي ازموینې ترسره شوې دي.
کوهستاني په دې خبرې سره چې دغه وسلې د جګړې په ډګرونو کې د محدود وخت لپاره ارزول شوې دي، زیاته کړه: نن ورځ دغه تجهیزات په ډله ایز ډول د ځمکنیو ځواکونو جنګي تنظیم ته داخل شوي او د دغه ځواک په پیاوړتیا کې به اساسي رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه: BM٤٥٠ د منځنی واټن ویشتونکی بالستیک توغندی چی د ۲۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی کوي، د فتح ۳۶۰ توغندی او د فجر پنج لارښود توغندی چې د نقطه ویشتنې توان لری، د هغو تجهیزاتو څخه دی چی نن د سپاه پاسداران ځمکنیو ځواکونو ته الحاق شول.
د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو د چمتووالي او ملاتړ مرستیال وویل: ۱۲۲ ملي متره هوښیار لارښود راکټونه، ۱۲۲ ملي متري راکټونه د ماینونو ایښودلو توان لري او د «مجید» لنډ واټن هوايي دفاعي سیستم د نورو تجهیزاتو له جملې څخه دي چې نن ورځ د نزسا په جنګي سازمان کې یوځای شول.
سردار کوهستاني وویل: د مهاجر ۱۰ او مهاجر ۶ ستراتیژیکې بې پیلوټه الوتکې د قوي انجنونو سره او د جیټ او پسټون انجنونو په لرلو سره مختلف کورني ځانمرګي برید کوونکي چې د الوتنې مختلفې سلسلې او لوړوالی لري او د جنګي سرګلولې بیلابیل چاودیدونکي ځواک د هغو تجهیزاتو برخه ده چې نن ورځ پرانستل شوه او په ځمکني ځواک کې اضافه شوه.
هغه وویل: د ګلاله جنګی جیټ الوتکې چې ٤٥٠ کیلومتره واټن لري، د کترال ډرون الوتکې چې د ١٥زره فوټو لوړوالی لري، شاهو جنګي الوتکې د جیټ انجن سره او د پانډسر جنګی الوتکې د پسټون انجن سره او د ٤٠ کیلومتره رینج سره هم شامل دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ۱۹مې ځمکني ځواک د سترو عملیاتي پوځي تمرینونو په توګه د پیغمبر اعظم (ص) د اقتدار د تمرينونو دوهم پړاو پرون د ایران په جنوب لویدیځ کې پیل شو.
د پیغام پای/
Your Comment