د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه چارو وزیر سید عباس عراقچی د ملګرو ملتو له سرمنشی انتونیو ګوتریش او د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ له مشر فیلمون یانګ سره په جلا جلا کتنو کې د لبنان په خلاف د صهیونیسټی رژیم د نویو تیریو او ترهه ګرو اقداماتو د خطرناکو پایلو په باره کې چی د حزب الله عمومي مشر سید حسن نصرالله او د هغه د ملګرو یوې ډلې د شهادت سبب شو، خبرداری ورکړ.
عراقچي د لبنان په خلاف د صهيونېسټ رژيم د نويو يرغلونو او ترهه ګرو اقداماتو چې د سيد حسن نصرالله او د هغه د يو شمېر ملګرو د شهادت سبب شو د ډېرو خطرناکو عواقبو په اړه د خبرداري په ورکولو سره د ملګرو ملتو په مسئوليت باندې تاکيد وکړ چې په دې لړ کې د سیمه ییزې او نړیوالې سولې او امنیت ساتل لپاره بېړني اقدام وکړي.
عراقچي د اسرایلو د نسل وژنې او تیري په غندلو کې د یوې ساده بیانیې په صادرولو کې د امنیت شورا ناکامۍ او د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د عمومي اسامبلې د مشر قانوني او اخلاقي وظیفې ته په اشارې سره وویل: نړیواله ټولنه دې د اشغالګر رژیم له شرونو سره مقابله وکړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امنیت په شورا کې د امریکې د دوامدار خنډونو او په غزې کې د نسل وژنې او په لبنان باندې د تیریو د بندولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د مجبورولو لپاره د هرډول اقدام مخنیوی، غیر قانونی او شرمونکی وباله او وویل: امریکا د اسرائیلو په جنایتونو کې ثابته ملګرتیا لړی او د مقاومت د مشرانو د وژلو لپاره یې د امریکا لخوا د سنګر ماتونکو بمونو کارول د اسرائیلو په جنایتونو کې د امریکا د ګډون ښکاره بیلګه ده.
عراقچی د صهیونیسټی ترهګر رژیم له شرونو سره په هراړخیزه توګه د خپلو حیاتی ګټو او ملی امنیت د دفاع لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت هوډ ته په دوام سره وویل: د اسرائیلو د تیری او اشغال په وړاندې د مقاومت لاره به په ټینګه سره دوام ولری اود صهیونیسټي رژیم جنایتونه به د سیمې خلک د خپلو مسلم حقوقو د تامینولو او د اسرائیلي رژیم له شرونو سره د مقابلې لپاره ډیر هوډمن کړي.
د ایرنا د خبر له مخې د لبنان حزب الله د شنبې په ورځ په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې سید حسن نصرالله د جمعې په ماښام د بیروت په جنوب کې په یوه جنایتکارانه حمله کې شهید شو.
د حزبالله په بیانیه کې راغلي دی: د ګران بادار، د مقاومت عالم، صالح خادم، د یو ستر شهید، زړور مشر، هوښیار، بصیر، حکیم، د فکر خاوند په توګه د شهیدانو په ابدي کاروان کې شامل شو. سید حسن نصرالله له هغو سترو شهیدانو سره یو ځای شو، چې شاوخوا دیرش کاله یې د پرله پسې بریا په لور رهبری کري وه.
د پیغام پای/
Your Comment