په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وویل ددغه وزارت سرپرست د باغدرې بند د امکان سنجي، جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو هوکړه لیک د مس عینک قراردادي شرکت( ام.سي. سي – جه.سي. ال) سره لاسلیک کړ.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو په غونډه کې د لوګر ولایت د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برېښنا د چمتوکولو په برخه کې د باغدرې بند د ارزښت یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د باغدرې بند د پروژې پلي کول به د افغانستان او چین ترمنځ د ګډو همکاریو په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وي.
د چین او افغانستان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او دچین سفیر او د ام. سي. سي شرکت مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ،چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکاري ته ژمن دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت معین محترم شیخ ضیاالرحمن په دغه غونډه کې وویل: افغانستان د کانونو له پلوه بډای دی او له نیکه مرغه اوسمهال اسلامي امارت دغه زمینه چمتو کړې چې د هېواد له کانونو څخه د هغه د آبادۍ او پراختیا په لاره کې ګټه پورته شي.
همدا راز د چین هېواد سفیر او د ام. سي.سي شرکت رئيس هر یوه په خپل وار سره د افغانستان او چین ترمنځ د ښو اړیکو ستاینه وکړه او د دغه هوکړه لیک لاسلیکول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
د ایرنا د خبر له مخې، د دغه هوکړه لیک له مخې، نوموړی شرکت د ۸ میاشتو په موده کې د امکان سنجي، جیوفزیک او جیو تخنیک مطالعات سرته رسوي او د اوبو او انرژي وزارت به هم د هوکړه لیک له شرایطو سره سم له نوموړي شرکت سره همکاري وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment