AP ۱۴۰۳ تله ۷ ۱۶:۲۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85610719
T T
۰ Persons

Tags

د لبنان د حزب الله مشر شهيد شو

AP ۱۴۰۳ تله ۷ ۱۶:۲۳
News ID: 85610719
د لبنان د حزب الله مشر شهيد شو

کابل- ایرنا- د لبنان حزب الله د دغه ګوند د عمومي مشر سید حسن نصرالله شهادت تایید کړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان حزب الله د دغه ګوند د عمومی مشر سید حسن نصرالله شهادت تایید کړ او ویې ویل: زمونږ مشرتابه د دښمن په وړاندې د جهاد د دوام او د غزې په ملاتړ او د لبنان او د دې ځواکمن ملت دفاع ته ژمن دی.

 بیانیه زیاتوي: د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله له خپلو نیکو او تل پاتې ملګرو سره یو ځای شو چې له نږدې دېرشو کلونو راهیسې یې پرله پسې فتوحات رهبري کړي دي. 

د حزب الله په بیانیه کې راغلي دي: ګران بادار، د مقاومت عالم، صالح خادم، د یو ستر شهید، زړور مشر، هوښیار، بصیر، حکیم، د فکر خاوند په توګه د شهیدانو په ابدي کاروان کې شامل شو.  سید حسن نصرالله له هغو سترو شهیدانو سره یو ځای شو، چې شاوخوا دیرش کاله یې د پرله پسې بریا په لور رهبری کري وه.

 بیانیه زیاتوي: سید په ۱۹۹۲ کال کې د مقاومت د سید الشهداء ځای ناستی شو او د ۲۰۰۰ کال د ازادۍ او بیا په ۲۰۰۶ کال کې د فلسطین، غزې او د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ تر جګړې پورې د نورو اتلو جګړو مشري وکړه. 

 حزب الله د دغه شهادت په مناسبت د امام زمان(ع) او د ستر رهبر او د مقاومت ټولو مجاهدينو او علماوو ته د زړه له کومې مبارکي او خواخوږي وړاندې کړه. 

 حزب الله د خپلې بیانیې په دوام کې له شهید سید حسن نصرالله سره ژمنه وکړه چې د دښمن په خلاف به خپل جهاد ته دوام ورکوی، د غزې او فلسطین ملاتړ به کوی او د خپل باثباته او عزتمن لبنان دفاع به کوی. 

 په دغه بیانیه کې د لبنان د اسلامی مقاومت مجاهدینو ته هم په خطاب کې ویل شوی دی: زمونږ مشر ښاغلی سید لا هم په خپلو افکارو او طریقو سره زمونږ په مینځ کې دی. 

 د ایرنا د خبر له مخې صهیونیسټی الوتکو د جمعې په ماښام د بیروت په ضاحیه ښار کې د حاره حریک په سیمه کې د استوګنې سیمې بمبارې کړې. 

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .